ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: د لویو پروژو په پوښښ کې همکاري وکړئ

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسوولینو سره کتلي دي.
دې کتنه کې مولوي ذبیح الله مجاهد، د یو شمېر بنسټيزو پروژو لکه ټاپي، نوري فایبر، رېل پټلۍ، ټاپ او نورو مهمو پروژو په اړه بشپړ مالومات ورکړي او د یادو پروژو د ښه رسنیز پوښښ او انعکاس غوښتنه کړې ده.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې رسنۍ دې د راپورونو د چمتووالي ترڅنګ، د یادو پروژو د اقتصادي او ټولنیز اهمیت په اړه له کارپوهانو سره تحلیلي بحثونه وکړي؛ تر څو د یادو پروژو د ارزښت او اهمیت په اړه هېوادوالو ته لا پوهاوی ورکړل شي.
د رسنیو استازو هم د یادو پروژو د ښه انعکاس برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه له مرکزي ویاند سره شریک کړل.

اړوند خبرونه