ډېر لوستل شوي

روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰ ټنو طبي توکو د مرستې اعلان وکړ

 د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۲۰ ټنه درملو او طبي وسایلو د مرستې اعلان کړی دی.

روغتیا نړیوال سازمان پرون ناوخته په خپل رسمي اېکس د دې مرستې خبر ورکړی.

دغه سازمان ویلي، چې دا طبي مرستې پینځو شمالي ولایتونو کې پر ۱۱ روغتیايي مرکزونو او ۱۲ روغتونونو وېشل شوي.

دې طبي توکو کې د نس ناستي، سینه بغل، شري او نورو ناروغیو درمل شامل دي.

یادې مرستې به ۴ زرو تنو سره په روغتیایي برخه کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه