کورنيو چارو وزارت په ننګرهار کې د جعلي اسنادو په تړاو د دوو تنو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د دې وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع نن (دوشنبه، وږي۱۹) په خپل اېکس کاږلي، د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو یو تن چې ۲۰۰ ټوکه نکاح خطونه، ۸ ټوکه جعلي لایسنسونه او ۵۵ جعلي لوګو (نښې) یې له پاکستان څخه په قاچاقي توګه راوړې وې، نیولی دی.
نوموړي زياته کړې، يو بل کس، چې د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یې ۸ تنو ته د ترکیې هېواد جعلي ویزې جوړې کړې وې او ۳۴ امریکایي ډالر یې ترې اخیستې و، نیولی او د پولیسو تر څېړنو لاندې دی. دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت مسوولينو، په دې وروستيو کې ګڼ شمېر وګړي د جعلي اسنادو، غير قانوني ويزو او جعلي نکاح ليکونو په تور نيولي دي.