د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني وايي، چې تهران تل د اوکراين د کړکېچ د ختمولو لپاره له سياسي حل لارې ملاتړ کړی.
نوموړي دغه څرګندوني تېره ورځ ( يکشنبه، وږي۱۸) له ايرنا خبري اژانس سره کړې دي.
د هغه په خبره، د اوکراین کړکېچ په اړه د ایران اصولي او اعلان شوې تګلاره پرځای ده او روسیې ته د بالستیک توغندیو استولو ادعا د ځينو لویدیځو هېوادونو سیاسي موخو پورې تړاو لري او بېبنسټه ده.
له دې وړاندې امریکا ویلي و، چې روسیې ته د ایران له خوا د بالستیک توغندیو لېږد به د اوکراین جګړه لا توده کړي.