ډېر لوستل شوي

اروزګان کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی

د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې سيمه‌ييزو مسوولينو د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی کړی دی.

د ياد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اميد راډيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د ترينکوټ ښار اړوند د مهراباد ناوي سپين پاڼ سيمه کې د يو شمېر وګړو لخوا د امارتي ځمکو د غصب مخه نيولې ده.

په دې خبرپانه کې زیاته شوې، سيمه کې پر امارتي ځمکې لس کیندل شوي برمې او يو شمېر کورونه، چې تازه جوړ شوي وو، د ځمکو د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمیټې له لوري تخريب شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د ځمکو د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېټې خبر ورکړی، هېڅ وګړي ته اجازه نه ورکوي چې له امارتي ځمکو څخه د شخصي موخې لپاره ګټه پورته شي او سرغړوونکي به قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د اروزګان ولايت سربېره په ټول افغانستان کې د هغو امارتي ځمکو د بېرته راګرځولو هڅې روانې دي، چې د زورواکو له لوري غصب شوې دي.

اړوند خبرونه