ډېر لوستل شوي

د ونزويلا ولسمريزو ټاکنو نوماند اسپانيا ته تښتېدلی

د ونزویلا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د اپوزیسیون مشر ادموندو ګونزالس اسپانیا ته تښتېدلی او هلته یې، د پناه‌غوښتنه کړې.

رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه، وږي۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي، چې ګونزالس ونزویلا کې د رامنځته شوي، سیاسي کړکېچ له امله اسپانیا ته تښتېدلی دی.

په دې راپور کې وړاندې راغلي، ونزویلا کې د جولای ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته دغه هېواد کې سیاسي او ډيپلوماټیک کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی.

د ويلو ده، چې په دې ټاکنو کې د ونزویلا واکمن ولسمشر نېکولاس مادرو یو ځل بیا بریالی اعلان شو. په ورته مهال د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګونزالس چې د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر مادورو بری ننګوي، له خپلې مېرمنې سره یوځای د یاد هېواد تورخون اردوز پوځي اډه کې ښکته شوی دی.

اړوند خبرونه