ډېر لوستل شوي

اروزګان کې د هټۍوالو برېښنايي تلې څارل کېږي

په اروزګان کې د ښاري نظم د تنظيم کمېټې له لوري د ياد ولايت په ښارونو کې د هټۍوالو برېښنایي تلې څارل کېږي.

د دغې کميټې مشري د ترينکوټ ښاروال مولوي عبدالرشيد هدايت الله کوي.

نوموړي له اميد راډيو سره  په خبرو کې وويل: «هغه کسان چې د ګانټو په وزن کې لاسوهنه کړې وي هټۍ به يې د جوړې شوې کمېټي له لوري وتړل شي.»

د اروزګان ولايت مسوولين وايي، د برېښنايي تلو د څار دغه چارې يې د ښاريانو تر شکايتونو وروسته پیل کړې دي.

د دغه کمېتې مشر له خلکو، په ځانګړي توګه له هټۍوالو غوښتني، چې په وزن کې لاس‌وهنه ونه کړي. د اروزګان ولايتي مسوولين زیاتوي، چې د جوړې شوې کميټې په هڅو، دا مهال په ترينکوټ ښار کې د پخوا په پرتله ښاري نظم ښه شوی دی.

اړوند خبرونه