په مالیزیا کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رئیس مفتي نور احمد نور د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سوېلي آسیا حوزې له رييسې داتو شازلینا زین العابدین سره کتلي دي.
ياد سفارت نن (سهشنبه، وږي،۲۰مه) په خپل رسمي اېکس د دې کتنې خبر ورکړی دی.
وړاندې راغلي، دې لیدنه کې د مالیزیا او افغانستان ترمنځ د سیاسي برخې ترڅنګ په اقتصادي برخه کې د تعامل پر پراختیا او په دغه هېواد کې افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او ویزو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو خبرې کړې دي.
ورته مهال د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په انسټېټيوټ کې افغان ډیپلوماټانو ته د ډیپلوماسۍ روزنیزو کورسونو دایرولو په اړه هم خبرې شوې دي، چې په یادو برخو کې اغلې شازلینا د همکارۍ او د موضوعاتو د تعقیب ژمنه کړې ده. د يادولو ده، چې تېره ورځ په مالیزیا کې د افغانستان سفیر او د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رئیس د دغه هېواد د دیني چارو له وزیر دوکتور داتو محمد نعیم مختار سره هم کتلي وو.