ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت د کابينې پینځمه غونډه کې پر یو لړ موضوعاتو خبرې شوې

د کابينې په پینځمه غونډه کې د امنيتي ارګانونو ستاينې او بيا رغونې چارو د همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پینځمه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون (دوشنبه، وږي۱۹مه)  وشوه.

په دې غونډه کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پريکړې وشوې.

ارګ په خپل رسمي اېکس کې کاږي، چې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد کې د امنیت د ټينګښت په وياړ امنيتي ارګانونونه وستايل شي، د امنيت لا ټينګښت او همغږۍ زياتوالي په موخه دې اړوند ارګانونه خپلمنځي ناستې وکړي او راپور دې یې د ریاست الوزرا له عالي مقام سره شريک کړي. وړاندې راغلي، د کابينې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ته دنده وسپارل شوه له هغو ادارو سره، چې د هېواد د بيارغونې چارې ترسره کوي، د همغږۍ پياوړتيا په موخه غونډې وکړي او خپلو کارونو ته يې لا متوجه کړي.

اړوند خبرونه