د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وايي، دې وزارت د يتيمانو د ملاتړ په موخه د مسلم هينډز انټرنيشنل مؤسسې سره د څه باندې ۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړهليک لاسليک کړی دی.
د دغه وزارت مسوولين وايي، د دې هوکړه لیک پر بنسټ به، په کابل، کنړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، کاپیسا، پروان، وردک، بلخ او په خوست ولایتونو کې ۸۰۰ یتیمانو ته نغدې مرستې ووېشي، چې هر مستحق یتیم به په میاشتنۍ ډول ۲زره ۱۶۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
دوی وايي، چې یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریيس ملا صدو خان حق شناس او د مسلم هنډز انټرنيشنل مؤسسې رييس محمد اصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو.
د یاد وزارت مسوولين زیاتوي، د دې پروژې ټولیز ارزښت ۲۶ میلیونه، ۶۴۵ زره ۷۶۰ افغانۍ کیږي، چې د يو کال په موده کې به په یادو ولايتونو کې پلي شي.