عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث حفظه الله شمال ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې دا ځل بلخ ته تللی او په یاد ولایت کې یې له علماوو، ولایتي مسوولینو او پوځي مسوولینو سره کتلي دي.
په یاد سفر کې د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د بلخ ولایت والي محمد یوسف وفا، د بادغیس، فاریاب، جوزجان، سمنګان اوسرپل واليانو، د ٢٠٩ الفتح او ٢١٧ عمري قول اردو قومندانانو او د پوځي ادارو مسوولینو هم د امیرالمؤمنین حفظه الله ملتیا کوله.
عالیقدر امیرالمؤمنین یادې ناستې په خپله وینا کې ویلي: ((الحمدالله ټولو په ډېري میړانې سره د وطن د استقلالیت لپاره قربانۍ ورکړې او یو اسلامي او شرعي نظام یې حاکم کړ، تفرقې، قوم پرستۍ، سمتي او ژبني اختلافات ټول ورک کړل شوه، د ټولو څخه عهد واخیستل شو، چې د اسلامي نظام د ساتلو لپاره به کوښښ کوي دا شرعي او اسلامي نظام به لومړی په ځان او بیا په نورو عملي کوي.))
امیرالمؤمنین په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي چې له فتحې سره سمه عمومي بښنه وشوه، چې تر اوسه هېچا هم له دې فرمانه تېری نه دی کړی. که څوک د زیان اراده لري، محکمې ته به ورپېژندل کیږي او سزا به ویني. د یادونې وړ ده چې امیرالمؤمنین حفظه الله تر دمګړۍ له جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګانو او نورو ولایتونو کتنه کړې او په یادو ولایتونو کې یې مسوولین خپلو دندو ته متوجه کړي دي.