ډېر لوستل شوي

اروزګان کې له نږدې ۶۰۰ کورنيو سره مرستې شوې

په اروزګان ولايت کې د کليو بیارغونې او پراختیا رياست تر چتر لاندې د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو.اف.پي) د مالي ملاتړ په مټ له ۵۸۷ اړمنو کورنيو سره مرستې شوې دي.

د ياد رياست وياند بشيراحمد حبيبي اميد راديو ته ويلي، چې دا مرستې د کندهار د کډوالو مؤسسې ( کې.آر.او) په تخنيکي همکارۍ، شوې دي.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کېلو اوړه، ۹.۱ لېتره غوړي، ۱۲.۵ کېلو دال او ۱ کېلو مالګه شامله ده.

د اروزګان د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست وياند حبيبي زیاته کړې، چې « مؤسسې هڅول کیږي، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه، د یاد ولايت له نورو اړمنو کورنيو سره هم مرستې وکړي.» دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په اروزګان ولايت کې له اړمنو کورنيو سره ورته مرستې شوې وې.

اړوند خبرونه