ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د چارو تر بشپړېدو وروسته نن(چهارشنبه، وږي ۲۱مه) د لومړي ځل لپاره د یادې سترې پروژې فزیکي چارې په هرات کې پیلیږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسم به نن په هرات کې ترسره شي او ددې مراسمو په پار یې دې ولایت کې د یوې ورځې لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ټاپي پروژې پرانیستې ته یې د ترکمنستان چارواکي هم وربللي دي.
ویل کیږي چې ترکمنستان په خپله خاوره کې ددې سترې پروژې چارې بشپړې کړي، خو دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې ددې پروژې چارې عملا پلې شي. د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګازو د نل لیکې دا ستره پروژه د ګډونوالو هېوادونو لپاره اړینه او اقتصادي ګڼل کیږي. ټاپي ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې به یې چارې نن ورځ پیل شي.
ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد وړتیا لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساوي ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي. د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته کارموندنه وشي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د لومړنیو تورو مخففه کلمه ده چې کسپین بحیرې ګاز به د ترکمنستان، افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د اټکل له مخې پر دغې پروژې شاوخوا لس میلیارده ډالره لکښت راځي چې د اسیا بانک، نړیوالو شرکتونو او دخېلو هېوادونو له لورې ورکول کیږي. د ګازو دغه لویه نل لیکه د افغانستان له هرات ـ کندهار ولایتونو تېریږي او د کوټې، ملتان له لارې به د هند پنجاب ایالت ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده چې ټاپي د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې هم تر بحث او عملي کار لاندې وه، خو د امریکا او لوېدیځي نړۍ د دوه مخۍ له مخې یاده پروژه شنډه شوه او بیا پیل یې دا دی نږدې ۳۰ کاله په بر کې ونیول.