ډېر لوستل شوي

له ۱۸ زرو څخه د زياتو ښوونځيو دروازې د زده‌کړو پرمخ خلاصې‌ دي

د پوهنې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې د ۱۸زره ۳۳۷ ښوونځيو دروازې د زده‌کړو پر مخ خلاصې‌دي.

د پوهنې وزارت مسوولينو نن (چهارشنبه، وږي۲۱) د رسنيو په مرکز کې د تېر يوه کال لاسته راوړنو د تشرېح په ترڅ کې څرګنده کړه، چې تېر کال ۳۱۶ نوي ښوونځي جوړ شوي، چې له جملې يې ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ یې خصوصي دي.

د ياد وزارت د چارواکو په خبره، تېر يوه کال کې يو ميليون او ۴۴۵ زره ۸۴۰ زده‌کوونکي دولتي او خصوصي ښوونځيو ته جذب شوې دي.

دوی وايي، چې اوس مهال د هېواد په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې ۱۰ ميليونه او ۹۱۴ زره زده‌کوونکي زده‌کړې کوي. د پوهنې وزارت له شمېرو له مخې، ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ ټولګي د سيمه‌ييزو ( کوچيانو ) لپاره جوړ شوي دي، چې ۴۱ زره تنه پکې په زده‌کړو بوخت دي.

اړوند خبرونه