ټاپي د څلور شریکو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) له نومونو جوړه شوې کلمه ده. دا د ګازو د لېږد ستره پروژه ګڼل کیږي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز د پلور په موخه پاکستان او هندوستان ته لېږدوي. په دې شننه کې د دې پروژې پر ګڼو خواوو غږېدلي یو.
د ټاپي پروژې لومړۍ خاکه
په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې پخوانی شوروي اتحاد وپاشل شو، د منځنۍ اسیا هېوادونه جلا او خپلواک شول؛ نو هر نوي هېواد هڅه کوله، چې خپل اقتصاد په خپلو پښو ودروي او له نورو هېوادونو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې وپېیي. د منځنۍ اسیا د دې هېوادونو له ډلې ترکمنستان په دې لټه کې و، چې خپلې سرشارې طبيعي سرچينې سويلې آسيا ته صادرې کړي. عشق آباد په لومړیو کې هیله درلوده، چې دا پروژه عملي کړي، همدارنګه مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) هم د دې پروژې عملي کېدو ته لېوالتیا ښوده. مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله به ویل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به په افغانستان کې د سون توکو اړتیا په قانوني، اسانه، ارزانه او خوندي بڼه پوره شي. همدارنګه به ګڼو ځوانانو ته کارموندنه وشي او د ګاونډیانو ترمنځ به همغږي زیاته کړي.
د ټاپي پروژې لومړنۍ هڅې ولې شنډې شوې؟
د طالبانو په ظهور سره هېواد کې کورنۍ جګړه پای ته ورسېده او هغه شریرې ډلې، چې د واک او ګدۍ په موخه یې جګړې کولې هم له منځه ولاړې. دا، چې هغه مهال افغانستان د تنظيمي او کورنۍ جګړې په اور کې سوځيده، نو د داسې ملي او سيمه یيزو پروژو تطبيق ته زمينه نه وه برابره، خو کله چې د طالبانو اسلامي غورځنګ د ۱۹۹۴ کال په اکټوبر کې کورنۍ جګړې مهار کړې، د ټاپي په څېر د سترو پروژو د تطبيق لپاره هيلې راوټوکيدې او په لومړي ځل د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو نل ليکې پروژې طرحه وړاندې شوه، چې د تطبيق لپاره يې دوو سترو شرکتونو( ارجنټايني بريډاس او امريکايي يونيکال) چمتووالی اعلان کړ.
تاریخي متون وایي، چې ترکمستاني چارواکو هغه مهال د اسلامي امارت پلاوي ته ويلي وو، چې عشق آباد دغه پروژه د يوې ډالۍ په توګه له دې امله افغانستان ته ورکوي، چې په وينا يې د افغانانو له برکته د شوروي له اشغال څخه ژغورل شوي دي. هغه مهال د اسلامي امارت يوه پلاوي د يونيکال کمپنۍ په بلنه او د ټاپي پروژې د تطبيق په اړه د يادې کمپنۍ د وړتيا ارزونې په موخه د امريکا متحده ايالتونو ته سفر وکړ او په دې برخه کې يې د يادې کمپنۍ لخوا د کابل ـ هرات سړک رغولو، د ګازو بیې د زياتوالي په تناسب د مناسب حق العبور محاسبې او د نل ليکې په مسير کې د ښارګوټو جوړولو په برخه کې د دغې کمپنۍ له مسوولانو سره خبرې وکړې، خو کله چې صليبي لښکرو پر افغان خاوره تېرې وکړ؛ نه یوازې ټاپي، بلکې لسګونه نورې ملي پروژې هم په ټپه ودرېدې.
دا، چې اشغالګرو نه غوښتل هېواد مو ځانبسیاینې ته ورسیږي، نو د ټاپي ترڅنګ د لوګر مس عينک، د حاجي ګک وسپنې کان استخراج، اورګاډي پټلۍ هغه سترې پروژې، چې کلونه مخکې يې د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې وې، خو د تطبيق لپاره يې هېڅ عملي ګام پورته نه شو او پر ځای یې پر مصنوعي او یو ځل مصرفو پروژو پانګونه وشوه.
د ټاپي څرنګوالی او بڼه یې
د دغې پروژې اصلي موخه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې د ۳۳ ميليارد متر مکعب ګازو لېږد دی، چې د ترکمستان د مري ولايت له ګالکنش ګازي سرچینې څخه پيلېږي او د هند فاضلکه ته رسېږي.د تخنيکي ځانګړنو پر بنسټ، د دغې پروژې د لېږد په مسير کې به د فشار ۱۲پمپونه ولګول شي، چې ۵ به یې په افغانستان کې دننه وي. د فشار پمپ هر لګښت نږدې یو میلیارد ډالره دی. لومړني مالومات ښیي، چې په دې پروژه کې به ۱۰ زرو تنو ته سیده کارمونده وشي او همدرانګه لسګونه زره نور به په ناسیده توګه بوخت شي. د دغې نل ليکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کيلومټره اټکل شوی، چې ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېرېږي. دغه پروژه چې د هرات ـ کندهار لويې لارې تر څنګ تېرېږي، د پاکستان له کوټې او ملتان ښارونو څخه په تېريدو د هند د پنجاب ایالت فاضلکه ښار ته رسېږي. د دې پروژې موده ۳۰ کاله ټاکل شوې، خو ښایي تړون یې لاپسې وغځیږي.
د ټاپي ترڅنګ نورې ضمني پلې کېدونکې پروژې
دا یوازې ټاپي نه ده، چې چارې به یې بشپړې شي او د ترکمنستان ګاز به د پلور په موخه له افغانستانه تېریږي، بلکې د ټاپي تر څنګ يوه هم د ټاپ له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا لېږد پروژه ده. همدارنګه د نوري فايبر تېرولو پروژه چې ګاونډي هېوادونه او ترکمنستان لخوا د لس ميليونه ډالرو په ارزښت د ۱۳ کيلومټره په اوږدوالي سره په هممهاله توګه پلې کیږي.
د ټاپي اوږدمهالې ګټې او اقتصادي وده
ټاپي د افغانستان لپاره بېخي حیاتي ارزښت لري. دغه پروژه د افغانستان لپاره د بشري قوې د بوختیا، ګڼو کاري فرصتونو رامنځتهکوونې، ملي عوایدو لوړونې او د انرژۍ په خوندیتوب کې پراخ ارزښت لري. د ټاپي کابو ۴۵ سلنه نل ليکه له افغانستان څخه تېرېږي چې د ټرانزېټ، کاري فرصتونو او ګازو له درکه د پام وړ عوايد لري او که ورته څو ملي پروژې پلې شي، د بهرنیانو له مرستو به د تل لپاره بې غمه شو. د ټاپي پروژې د تطبيقوونکيو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ، به افغانستان په کال کې ۴۰۰ ـ ۵۰۰ ميليونه ډالر د ټرانزېټ له لارې له هندوستان او پاکستان څخه ترلاسه کړي. یاده نل لیکه د انرژۍ په خوندیتوب کې هم مرسته کولی شي. که څه هم هېواد الحمدالله د انرژۍ له مخې بډایه دی، خو بدبختانه لا هم د خپلو ګازو او نفتو پر استخراج نه یو توانېدلي. افغانستان به د ټاپي هوکړې پر بنسټ، په دريو پړاوونو کې د خپلې اړتيا او يا هم له هغه زيات ګاز ترلاسه کوي، چې په لومړيو لسو کلونو کې به ۵۰۰ ميليون متر مکعبه، په دويمه لسيزه کې به يو ميليارد متر مکعبه او په درېيمه لسيزه کې به يو نيم ميليون مترمکعبه ګاز ترلاسه کړي.
سیاسي او امنیتي ارزښت
د دې پروژې یو بل ټکي ته، چې زه له ډېره وخته دقیق یم، هغه د پروژې امنیتي ارزښت دی. په دې مانا، چې په افغان خاوره کې د یادې پروژې تېرېدل به نړۍ لا پر دې قانع کړي، چې په افغانستان کې اوسمهال هېڅ ګواښ نشته او هر هېواد کولی شي دې هېواد کې پرته له کومې وېرې او امنیتي ګواښه پانګونه وکړي. له بل پلوه، به د نړیوالو هغه شکونه او پروپاګنډې هم بې مانا شي، چې د افغان خاورې او ملت دوښمنان یې د افغانانو په تړاو کوي. ټاپي پروژه د مرکزي او سويلې آسيا هېوادونو تر منځ د اړیکو په رغونه او پراختیا کې بېسارې مرسته کولی شي. په داسې حالت کې، چې اسلامي امارت لا هم د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، دا او ورته پروژې د اقتصادي ودې له مخې هېوادونه تعامل ته اړ ایستلی شي. لنډه دا، چې د ټاپي ارزښت هغه وخت لا پسې لوړېدلی شي، چې ګډونوال هېوادوته ورته د اقتصادي ارزښت په سترګه وګوري او ترمنځ یې همغږي زیاته شي. هېواد ته د یادې پروژې ارزښت په اقتصادي، ډپلوماټیک او سیاسي برخو کې تر لمر هم روښان دی.