ډېر لوستل شوي

پوهنې وزارت: د هېواد ۱۸ زرو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۱ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي

د پوهنې وزارت مسوولینو نن(چهارشنبه، وږي ۲۱مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په تړاو چمتو شوي پروګرام کې ویلي، ټول هېواد کې تر ۱۸ زیات ښوونځي شته، چې شاوخوا ۱۱ میلیونه زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.
د یاد وزارت په راپور کې ویل شوي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو خصوصي او دولتي ښوونځیو کې څه کم ۱۱ میلیونه تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې یوازې یو میلیون، ۴۴۵ زره او ۸۴۰ تنه یې تېر کال شامل شوي دي. مسوولینو وړاندې زیاته کړې چې د هېواد په کچه ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ خصوصي ښوونځي نوي جوړ شوي، چې په دې سره د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولیز شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ته لوړ شوی دی.
د پوهنې وزارت مسوولینو د نصاب د بیاکتنې او ارزونې په تړاو ویلي، وزارت تېر یوه کال کې د درسي کتابونو او مفرداتو بیا کتنه کړې او د درسي نصاب د پیاوړتیا او د کیفیت لوړونې په پار یې پرله پسې هڅې کړې دي.
وړاندې ویل شوي، چې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره او ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، د اسلامي زده کړو د مرکزونو لپاره ۶۱۷ زره او ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه او د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي.
په ښوونیز نصاب کې د سمون په اړه د پوهنې وزارت چارواکو ویلي: ((له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د درېیمو (ګجري، ازبیکي، شغناني، نورستاني، او ترکمني) ژبو درسي کتابونه کتل شوي او سمون په کې راغلې.)) د راپور پر بنسټ د کلیوالي ټولګیو او دارالایتامونو لپاره له لومړي تر درېیم ټولګي نصاب د مشرتابه له لوري منظور شوی او اوس چاپ ته چمتو دی.
همدارنګه ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ سیمه‌ییز ټولګي د کوچیانو او کډوالو هېوادوالو ماشومانو ته ځانګړي شوي، چې اوسمهال ۴۱ زره او ۸۲۴ زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.
دغه راز د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۸۴ معلولو ماشومانو ته د ځانګړو زده کړو ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړې زمینه برابره شوې او په ۱۹ ولایتونو کې ۳ زره او ۸۴۴ معلولو زده کوونکو ته درسي توکي او نورې اسانتیاوې چمتو شوي دي.
د پوهنې وزارت مسوولینو ادعا کړې، چې په تېر کال کې یې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو مؤسسو او بنسټونو سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. د وزارت په قول، یوازې تېرکال له ‍۱۹ بنسټونو سره بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي.
مسوولینو د پوهنې وزارت د برېښنایي‌کوونې برخه کې تر ۲ میلیونه د زیاتو نتایجو د برېښنایي ثبتونې خبر ورکړی.
د پوهنې وزارت مسوولینو د حکومت رسنیو مرکز کې ویلي، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې یې سلګونه جریبه ځمکه ښوونځیو، مدرسو او نورو ښوونیزو مرکزونو ته ځانګړې کړې او تمه ده، چې یاد مرکزونه پرې جوړ او د زده کړیزو مرکزونو د ودانیو ستونزه هواره شي.

اړوند خبرونه