ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شوي

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستيال جيل مشاو او کابل کې د دغه سازمان د امنيت له مسوول اندريکا رات واتې سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې کتنې خبر ورکړی.

د سرمنشي مرستیال زیاته کړې، چې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو اړیکې پیاوړې شوي دي. جیل مشاو همدارنګه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د خوندیتوب په پار هم له افغان لوري مننه کړې ده. په ورته وخت کې خليفه سراج الدین حقاني یاد پلاوي ته ویلي، چې افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د ملګرو ملتونو تر څنګ د هر بل هر بنسټ کارکوونکي کولی شي، په ډاډمنه توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه