ډېر لوستل شوي

ملا خیرخواه: د اړیکو د پراختیا په پار غوره فرصت شته

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه روسيې ته د سفر په ترڅ کې د “سنت پیټرزبورګ” ‌د دولت غړي او د دې ولايت د بهرنيو اړيکو له مسوول ايفګيني ګریګوريف سره کتلي دي.
ښاغلي خیرخواه د د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشارې ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصت شته او باید ګټه ترې پورته شي.
ښاغلي ګریګوريف د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او تللي پلاوي ته د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د “کلتوري اتحاد” ناسته کې د ګډون په پار هرکلی ویلی. ګریګوريف ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت درک کوي او د کلتوري اړیکو د پالنې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپلو خبرو کې ویلي: ((افغانستان د لرغوني تاريخ او اصيل کلتور په لرلو سره د نړۍ د تمدن مرکز دی، اړتيا ده چې د کلتوري ډيپلوماسۍ په پراختيا سره د‌ دواړو هيوادونو اړيکې لا مستحکمې شي.))
همدا راز ښاغلي خيرخواه د‌ دواړو هيوادونو تر منځ د مشترکو نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ او د نندارتونونو رول يې د کلتورونو په پېژندلو کې مهم وباله.
د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ یو پلاوی د کلتوري اتحاد ناسته کې د ګډون په پار روسیې ته ولاړ. د کلتوري اتحاد دا ناسته به د روانې وږي میاشتې په ۲۴مه پای ته ورسیږي.

اړوند خبرونه