د بلخ ځایي مسوولینو ویلي، چې په دې ولایت کې د کډوالو لپاره ۱۲۵ کورونه جوړیږي.
ویل کیږي، چې د دې کورونو په جوړولو به ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا ویلي، د بلخ په زارع، شولګرې او نهر شاهي ولسوالیو کې به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) دفتر په مالي ملاتړ د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۲۵ کورونه جوړ شي.
ورته مهال، یادو کډوالو د نویو کورونو پر جوړونې خوښي ښودلې او له افغان حکومت یې د ورته نورو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.