کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره کتلې.
د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن(پنجشنبه، وږي ۲۲مه) په خپل اېکس د دې ناستې خبر ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، له فتحې وروسته په کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام ستایلی او همدارنګه یې د کابل ـ استانې اړیکو کې د ښاغلي ګیلدییف رول ستاینه کړې ده.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.
علیم خان یسین ګلدییف هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې د خپل ماموریت پر مهال یې د اسلامي امارت نوم له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه وویست او همداشان یې د افغان حکومت شارژدافیر ومانه. نوموړي وړاندې ویلي، چې د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د استانې لپاره ارزښتناک دی. یاده دې شي، چې اوسمهال افغان حکومت د منځنۍ اسیا له دې هېواد سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.