د کار او ټولنيزو چارو سرپرست ملا عبدالمنان عمري وايي، د فدراتیفې روسيې ټول هېوادونه او سازمانونه کولئ شي په افغانستان کې له شته اقتصادي فرصتونو اعظمي ګټه پورته کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د داغستان جمهوريت اقتصادي پوټانشيل او د پرمختګ ويکټور فورم کې کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې، په افغانستان کې د اسلامی امارت په بیا واکمنېدو سره په ټوله مرکزي او سوېلي آسیا کې تر بل هر وخت د سیمهییزې همکارۍ لپاره زمینه برابره او هر ډول اقتصادي بالقوه او بالفعل ظرفیت ته لاره هواره شوې ده. د یادولو ده، چې د داغستان جمهوریت د اقتصادي پوټانشیل او پرمختګ ویکټور فورم د یاد جهموریت د اقتصادي پلان د سلمې کلېزې په مناسبت جوړه شوې وه؛ چې د روسیې، بیلاروس، ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو هم ګډون پکې کړی وو.