ډېر لوستل شوي

خلیفه سراج الدین حقاني: د کونړ ولس او مجاهدین د اشغال پر وړاندې د مبارزې په لومړیو صفونو کې وو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني کونړ ته په خپل سفر کې د دغه ولایت ولسونه د اشغال پر وړاندې د لومړي صف مجاهدین بللي دي.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې ویلي: په حکومتي او خدمتي دوره کې شفافیت او پاکي زموږ بنسټونه دي. باید د شهرت، مادیاتو او مقام غوښتنې څخه ځان وساتو او معنویات لوړ وساتو، تر څو د الله “ج” نصرت مو له لاسه ونه وځي.
ښاغلي حقاني وړاندې زیاته کړې، چې مسوولین او مجاهدین باید یو موټی او په اخلاص کار وکړي.

اړوند خبرونه