ارزګان کې د امام ابوحنیفه(رح) د ژوند په تړاو ازموینه واخیستل شوه، چې ۴۰۰ زده کوونکو پکې ګډون کړی وو.
دا ازموینه د دې ولایت د پوهنې ریاست په هڅو جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه.
په دغه مراسمو کې د ارزګان د پوهنې ريیس مولوي شمس الله کامران اخندزاده وويل، چې له يادو سياليو څخه يې موخه اسلامي مطالعې ته د زده کوونکو هڅول وو. نوموړي له زده کوونکو هیله وکړه، چې په پرلپسې توګه خپلو دیني او عصري زده کړو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د دې سياليو پرمهال له لومړي تر پینځم نومره پورې مخکښو زده کوونکو ته جایزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.