د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت شمال ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د سفر د پای خبر ورکړی.
نوموړي ویلي چېد اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله په خپل ۱۴ ورځنیز سفر کې له ۱۱( هرات، بادغېس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان) ولایتونو کتنه کړې ده.
امیرالمؤمنین حفظه الله په دې سفر کې مسوولین خپلو چارو ته متوجې کړي او همدارنګه یې د یو موټي اوسېدو سپارښتنه کړې ده. په دغه ځمکني سفر کې د امیرالمؤمنین حفظه الله ترڅنګ د یادو ولایتونو والیانو، امنیه قومندانانو، د استخباراتو رییسانو او د قول اردو لوړ رتبه غړو هم برخه اخیستې وه. امیرالمؤمنین حفظهالله همدارنګه د شرعي قوانینو پر تطبیق او د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت زعیم له شمالي، لوېدیځ او شمال ختیځو ولایتونو رسمي کتنه کوي.