د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ وایي، دې ولایت کې د سېلابونو له کبله تړلې لارې، د امنیتي ځواکونو په مټ بېرته پرانیستل شوې.
د سیمې اوسېدونکي وایي، پولیسو پر وخت سیمې ته ځان رسولی او لاره یې د موټرو پر مخ پرانیسته. د یادونې وړ ده، چې وروستیو سېلابونو د پنجشېر لویه لاره تړلې وه.