د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې دې ولایت کې یې د ۱۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د غالۍ اوبدلو او پروسس د یوه مرکز چارې پیل کړي دي.
د یاد مرکز د چارو د پرانیستې په مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ويلي، چې د غالۍ اوبدلو او پروسس دا مرکز د UNHCR یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په مالي ملاتړ د دې ولایت په اقچه ولسوالي کې جوړیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد مرکز به ۱۵۵ متره احاطوي دېوال، دوه عمومي دروازې، د غالۍ اوبدلو دوه مرکزونه، د غالۍ اوبدلو او پروسس اړین وسایل او نور توکي ولري.
د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې مرکز له جوړېدو ملاتړ کړی او له اسلامي امارت یې هیله کړې، چې دې ولایت کې لاسي صنعت ته پام وکړي. د یادونې وړ ده، چې د یاد مرکز په جوړېدو سره به د سیمې ۵۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.