افغاني سره مياشت ټولنه وايي، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخالقران و الحديث هبتالله اخندزاده حفظهالله د فرمان له مخې ۱۱۶زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، ۳۰زره او ۵۴۳ تنه يې مستحق پيژندل شوي او په مياشتنې ډول له دې بنسټ څخه نغدي مرستې ترلاسه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مولوي مدثر همراز د تېرو يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په مهال زياته کړې، چې دغه بنسټ په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پنځو مرستونونو له لارې، د ۱زر او ۴۹۵ بې سرپرسته وګړو پالنه کړې ده.
چارواکي زياتوي، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه بنسټ له مهمو لومړیتونو څخه دی، چې د ۴۶ ثابتو روغتونونو، ۳۶ فرعي کلینیکونو، ۶۵ بېړنیو روغتیايي ټیمونو، ۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او د کتلوي معافیت د ۴۵ روغتیايي کمپونو له لارې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د يادونې وړ ده، چې سرې میاشتې ټولنې په تېر يو کال کې د طبیعي پېښو ۱ میلیون او ۴۳۰زره ۳۶زیانمنو او اړمنو کسانو سره نغدي، خوراکي او د غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.