د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، نن(شنبه، وږي ۲۴مه) د روسيې په سنت پيترزبورګ ښار کې د “کلتورونو اتحاد” نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان کې د تاریخي او ارزښتمنو اثارو د کېندنې او قاچاق مخه نیول شوې ده. نوموړي د ۴۰ هېوادونو د فرهنګ وزیرانو په شتون کې د وینا پرمهال افغانستان د بېلابېلو مدنيتونو مرکز او د بېلابېلو کلتورونو له مخې بډایه هېواد یاد کړ.
ملا خیرالله خیرخواه ویلي دي: “افغانستان د پنځوسو کلونو جګړو له امله، له نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو په برخه کې ډېر زيان ليدلی دی، ځکه په دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و، چې پر ځمکنۍ بشپړتیا دې حاکم وي. همدا دلیل و، چې د افغانستان کلتوري میراثونو او لرغونو سیمو سخت زیان ولید.
هغه زياته کړې: “د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيارغونې، ثبات او امنيت ته جدي پاملرنه شوې؛ له قاچاق او غیر قانوني کيندنو څخه مخنيوی شوی دی، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیارغول شوي دي او له ټولې نړۍ څخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سیاحت ښې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د “کلتوري اتحاد” په نوم دا ناسته د مسکو په کوربتوب جوړه شوې چې نن د ۴۰ هېوادونو د کلتور وزیرانو په شتون کې یې د پای غونډه ترسره شوه.