کندهار کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د اسانوالي او د دې ولایت د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنسټ درېیمه څانګه هم پرانیستل شوې ده.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال، د احصایې او معلوماتو رییس، ولایتي مسوولینو، دیني علماوو او مخورو ګډون کړی وو.
د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمد خان، د دې څانګې په پرانېستل کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په فعالېدو سره به یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر چټک او د یاد ولایت اوسېدونکي په اسانۍ سره پېژندپاڼې ترلاسه کړای شي.
د کندهار اوسېدونکو هم د دې څانګې په پرانېستل کېدو خوښي څرګنده کړې او د دې ادارې کړنې یې ستایلي دي. په ورته وخت کې د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه کوي، چې د هېواد ټولو لرو پرتو سیمو کې به د برېښنایي پېژندپاڼو مرکزونه پرانیزي.