د کورنيو چارو وزارت وايي، په کاپيسا ولايت کې ګڼ شمېر وسلې او پوځي تجهيزات نيول شوي دي.
ياد وزارت نن (يکشنبه، وږي۲۵مه) په خپل اېکس د دغه پوځي تجهيزاتو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی. وړاندې راغلي، چې په دې ضبط شويو وسلو او پوځي تجهيزاتو کې، ۷۶ ميله کلاشينکوفونه، ۳۳ تومانچې، ۵ ميله درنې وسلې او د پرسونل ضد ۱۸ کړۍ ماينونه شامل دي.