د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په بنسټ د یو شمېر ادارو مشران تبدیل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن ماخوستن(یکشنبه، وږي ۲۵مه) په خپل اېکس د دې ادلون بدلون خبر ورکړی.
د دې حمله مخې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مخکنی مرستیال حاجي عبدالقاهر ادریس د احصاییې او معلوماتو عمومي ادارې د رییس په توګه، د احصاییې او معلوماتو عمومي ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست د رییس په توګه، د هلمند ولایت د اقتصاد مخکنی رییس مولوي شریف الله د فراه ولایت د امنیه قومندان په توګه او د فراه ولایت د استیناف محکمې پخوانی رییس مولوي محمد ګل صیاد د کندهار زون د پوځي محکمې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
همدارنګه د ننګرهار د وادي کرنیز امارتي شرکت مخکنی رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د ربیس په توګه او د کندهار زون پوځي محکمې مخکنی رییس مولوي غلام رسول احساني د فراه ولایت د استیناف محکمې د رییس په توګه ټاکل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري تر دې وړاندې هم د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مشرانو دندو کې ادلون بدلون راغلی و.