ډېر لوستل شوي

په کندهار کې د چرګانو فارمونه ۶۰سلنه زيات شوي

د کندهار ولايت سيمه‌ييز مسوولين وايي، په دې ولايت کې د چرګانو په فارمونو کې ۶۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د ياد ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل وايي، په کندهار کې دا مهال د چرګانو ۱زر او ۲۵۰ فارمونه فعاليت کوي، چې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د هغه په خبره، تېر کال د دې فارمونو شمېر تر۳۵۰ پورې و.

حقمل د يادو فارمونو د زياتوالي عمده لاملونه چرګانو ته بازارموندنه او د قاچاق مخنيوی، د چرګانو واکسين، درمل او پر وخت لازمې سپارښتنې، بللې دي.

اړوند خبرونه