د نميبيا او امريکا لوبډلو ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ ته مخکښ افغان لوبڅار بسمالله شينواری د لوبڅارۍ لپاره ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ مخکښ لوبڅار بسمالله شینواری، د نمیبیا، متحده عربي اماراتو او د امریکا متحده ایالاتو لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د لوبڅارۍ لپاره نن د نمیبیا په لور روان شو.
دغه درې اړخیزه لوبلړۍ، چې د کرکټ نړیوالې شورا د دویمه درجه سیالیو په لړ کې ترسره کېږي، د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.