ډېر لوستل شوي

د عبدالله بن مسعود «رض» قومانداۍ څخه له ۱۰۰ زيات ځوانان فارغ شول

ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود «رضي‌الله عنه» د جګړه‌ييزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه د ۱۵۶ تنه ځوانو منسوبينو د فراغت خبر ورکړی دی.

په دې مراسمو کې د يادې قوماندانۍ قوماندان مولوی نصيب‌الله مدني فارغو منسوبينو ته ويلي، چې د خپلو اوامرو اطاعت وکړي او په خپلو قطعاتو او جزتامونو کې نور مجاهدين هم مسلکي زده‌کړو ته وهڅوي. د چارواکو په وينا ياد وزارت تل هڅه کوي تر څو اسلامي، مسلکي او په ځان بسيا اردو ولري.

اړوند خبرونه