بهرنیو چارو وزارت پرون(یکشنبه، وږي ۲۵مه) کابل کې د بېلابېلو دولتونو مېشتو سفیرانو او د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو استازي ماښامني ته بللي وو.
د مېلمستیا په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او وسپنې پټلۍ د سترو پروژو د پرانیستي په تړاو هراړخیزه معلوماتي وینا کړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي: «د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د عملي کار پیل په حقیقت کې په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون دی.»
ښاغلي متقي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو او د چارو بشپړتیا په پار د اسلامي امارت سیاسي اراده ټینګه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا پروژه به بشپړه او د پاکستان او هندوستان ولسونه هم ګټه ترې واخلي.
مولوي امیرخان متقي هیله څرګنده کړه، چې د سترو اقتصادي پروژو له پرانیستې سره به سیمه کې ستر مثبت اقتصادي بدلون راشي او د ټولو لوریو اقتصاد به ورسره وغوړېږي.
په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف هم وینا وکړه او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د سترو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي څپرکي پیل وباله.
د یادونې وړ ده چې تېره چهارشنبه (وږي شلمه) د هېواد لویدیځ هرات ولایت کې د ټاپي پروژې عملې چارې پیل شوې.