د علومو اکاډمي اداره وايي، په تېر يو کال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوې او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي.
د علومو اکاډمي ادارې منشي دکتور رفيعالله نيازي نن (دوشنبه، د وږي۲۶مه) د تېرو يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په مهال وويل: « په تېر یوه کال کې د دې ادارې لخوا د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او ۶ علمي -څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.»
نوموړي همدا راز زياته کړې، چې د تېر کال په اوږدو کې د دې د افغانستنان د علومو اکاډمي ۴ علمي غړي د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو فارغ او ۲۰ نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ور پېژندل شوي دي. د علومو اکاډمي ادارې منشي دکتور رفيعالله نيازی وايي، د همغږۍ پیاوړتیا، له علمي ـ څړنیزو برخو څخه د لیدنې او له اړوند برخو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو د لاسلیک په موخه د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي د روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، جاپان او چین هېوادونو ته سفرونه کړي دي.