ډېر لوستل شوي

په خوست کې  ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې

د خوست د صبریو ولسوالۍ په ابوخېلو کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي عنایت الرحمن جلالي د دې شبکې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، له دې شبکې د ۹۵ نل لیکو په مټ ۷۳۰۰ متره پایپ غځول شوی، چې ۳۰۰ کورنیو ته یې پاکې اوبه چمتو کړي.  د یادونې وړ ده، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

اړوند خبرونه