د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، عمان کې د ختیځې مدیترانې حوزې هېوادونو د استازو ترمنځ “عامې روغتیا پراختیا، چمتووالی او غبرګون؛ ننګونې، فرصتونه او تګلارې” په اتم سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړ. دې کنفرانس کې د ختیځې مدیترانې حوزې د ۲۲ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه، چې د روغتیايي میزان پر پیاوړتیا، په روغتیايي برخه کې په ناڅاپي توګه رامنځته کېدونکو بېړنيو پېښو ته پر چمتووالي، د واکسیناسیون چوپړونو پر پیاوړي کولو، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې.