د اسلامي امارت سياسي کمیسيون د رياستالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته کړې ده.
د ارګ د خبر پاڼې له مخې، چې ياده ناسته پرون ماښام شوې. د کمیسيون غړو او لوړ پوړو چارواکو د هېواد او سيمې په ورستيو تحولاتو، سياسي او امنيتي موضوعاتو خبرې کړې دي.
خبر پاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د سیاسي کمیسیون د غړو په ګډون، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم ګډون کړی وو.