ارګ، د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت له يو شمېر علماوو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د فارياب ولايت د علماوو په استازيتوب مولوي شمسالدين وويل: « ياد ولايت کې ښه امنيت تأمين دی، نو مسوولين دې دلته د مدرسو، ښوونځيو، معياري روغتيايي مرکزونو او د بندونو جوړولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
ارګ کاږي، چې په ورته مهال مولوي حنفي د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړی دی.