د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست مسوولینو ویلي، چې د پل علم اړوند “حضر” سیمه کې د یوه کانال د جوړونې چارې پیل شوي دي.
دا کانال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري د ۷۱ زرو امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
یاد کانال کې ۱۲ سوه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او له پرانېستې سره به یې ۶ سوه هکتاره کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اوسمهال د سلګونو لویو او کوچنیو پروژو کارونه روان دي.