د حماس غورځنګ مشر یحیی السنوار حوثیانو ته په یو لیک کې ډاډ ورکړی، چې کولی شي د یمن د حوثیانو، د لبنان حزب الله او سیمه کې د نورو مقاومتي ډلو په مټ تر خپلې وسې مبارزه وکړي او د خپلو پیاوړو ارادو په مټ به صهیونستي پوځ مات کړي.
سنوار په داسې حال کې دا ادعا کړې، چې په دې وروستیو کې صهیونستانو د حماس نظامیانو د لیکو د ماتولو ادعاوې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د غزې له روانې جګړې نږدې یو کال تېریږي، خو صهیونست ځواکونو د حماس پر ځای تل ملکیان په نښه کړي او تر دمګړۍ یې تر ۱۲۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي دي.