د اسلامي امارت عاليقدر اميرالمؤمنين شيخالقران و حديث هبتالله اخندزاده حفظهالله د کندهار لویدیځ زون د اسلامي پوليسو د فراغت غوندې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د کندهار ولايت مقام نن (سهشنبه، وږي۲۷مه) په خپل رسمي اېکس د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین د ګډون خبر ورکړی دی. په اېکس کې وړاندې راغلي، چې له دې اسلامي ښونيز اکاډمي څخه ۴۸۰ تنه پوليس فارغ شوې دي.