لبنان کې د حزب الله پر ځواکونو د بې لینه پیجرونو(مخابرو) چاودنه کړې، چې شاوخوا ۳ زره تنه یې ټپیان کړي دي.
په ټپیانو کې د ځینو حالت نازک دی. د ټپیانو له ډلې د ځینو مړینه هم منل شوې ده. ویل کیږي، چې په ژوبل شویو کسانو کې د ایران سفیر هم شته. تسنیم خبري اژانس ویلي ټپیانو ته تر ۱۰۰ ډېر روغتونونه تش شوي. رويټرز د ټپیانو له ډلې د اتو تنو د مړینې خبر ورکړی دی.
ايراني رسنيو بيا دا په لبنان او سوريه کې د صهیونستانو تر ټولو لوی سايبري بريد بللی دی. بل پلو، حزب الله ډلې له خپلو ځواکونو غوښتي، چې دا الې ونه کاروي. ویل کیږي چې په بیروت کې د مخابرو سیسټم هم هک شوی.