ډېر لوستل شوي

پروان کې ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو کېږي

د پروان ځایي مسوولین وایي، چې ددې ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې یې د اوبو رسونې د یوې شبکې چارې پیل کړي دي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ویلي، چې د “کوه صافي” ولسوالۍ په “مندي قول” کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۲۷۷ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. بل پلو، د دې سیمې اوسېدونکو له دې پروژې خوښي ښودلې او د ورته پروژو د پیل غوښتنه یې هم کړې ده.

اړوند خبرونه