ډېر لوستل شوي

پېجرونه څه دي، څنګه یوځای چوي!؟ او پر حزب الله د ډله ییزې چاودنې تر شا سره لاسونه د چا دي!؟

پر حزب الله ډلې د پېجرونو(مخابرو ته ورته د اړیکنیونې آلو) چاودنې دمګړۍ لبنان کې د ایران د سفیر په ګډون شاوخوا ۳ زره تنه ژوبل کړي او د ۸ تنو د مړینې پخلی شوی. تر ټولو هېښونکې دا ده، چې څنګه یوه بې سیمه(بې تاره، بې مزي) آله چوي او بیا یې یوځایي چاودنه څنګه شونې ده!؟ د حزب الله پر ځواکونو دغه چاودنه رښتیا هم له انساني عقله لوړه پېښه او دسیسه ښکاري. حتی ځینو نظامي شنونکو ویلي چې ورته پېښې یوازې په هالیووډ او بالیووډ فلمونو کې شونې دي او په واقعي نړۍ کې یې شونتیا بیخي نه لیدل کیږي. ددې پېښې تر شا موږ لومړني حدسونه شنلي او یادې وړاندوینې او حدسونه مو ددې پېښې تر حقیقته نږدې کوي.
باید یادونه وکړو چې پېجرونه هم د ارتباطاتو او اړیک‌نیونې له نورو آلو هېڅ کوم توپیر او ځانګړنه نه لري. پېجرونه د راډیویي څپو په مټ کار کوي، چې کولی شي لنډ غږیز او متني پیغامونه واستوي. هر پېجر له نورو په تفاوت د موبایل د شمېرې په څېر ځانګړې شمېره لري. دا آلې پخوانۍ دي. د ګرځنده موبایلونو په ډېرېدو د پېجرونو لمنه ټوله او یا هم بیخي محدوده شوه. کله چې جیبي موبایلونه عام شول نو د پېجرونو بازارونه یې پیکه کړل او هم یې د کارونې اړتیا ورځ په ورځ کمېده. پېجرونه په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ زېږدیزو کلونو کې پرېمانه کارېدل، خو په همدې لسیزو کې د ګرځنده موبایلونو زیاتېدل او ډول ډول اسانتیاوو یې کارول له منځه یووړل. یادونه کوو، چې د پېجرونو کارونه په بشپړه توګه نه ده له منځه تللې. اوس هم ا آلې په روغتونو، ښوونځیو او هغو سیمو کې کاریږي، چې مخابراتي څپې پکې کار نه کوي.
که څه هم اسراییلو تر اوسه ددې چاودنو پړه نه ده منلې، خو د طراحۍ ګوته لومړی تل ابیب ته نیول کیږي، خو نړۍ ددې پېښې علت او ډول حیرانه کړې. دا څنګه شونې ده، چې بې سیمه آلې دې وچوي او بیا په ډله ییزه بڼه!؟
د حزب الله یوه لوړپوړي غړي اسوشېټیډ پرس ته ویلي چې دا چادونه وړاندې له وړاندې طرحه شوې او د یوه پیاوړي استخباراتي سازمان په مټ شوې ده. نوموړي ددې چاودنې پړه پر اسراییلو واچوله او ویې ویل، چې ددې چاودنې تر شا له دوی(اسراییلو) پرته څوک نه شي کېدلی.

ددغه خطرناک برید علت څه کېدلی شي!؟

ددې پېښې لومړني څرکونه ښیي، چې دا پېښه په ډېره ماهرانه ډول تر سره شوې. دا پېښه د یوه سازمان له توانه لوړه ښکاري. یوه شونتیا چې انساني ذهن یې قبلوي او ددې پېښې قوي سبب هم بلل کېدی شي، په پېجرونو کې د لیتیمي بټریو کارونه او د هغې چاودنه ده. لیتیم په لپټاپ، ګرځنده موبایلونو او نورو برېښنایي وسیلو کې هم کاریږي. لیتیمي بټرۍ ګرمیږي، ویلي کیږي، اور اخلي او ان تر ۶۰۰ سانټي ګراده تودوخه هم تولیدولی شي. قوي احتمال دا ښیي، چې د حزب الله لخوا کارېدونکي پېجرونه به پر یو وخت بازار ته راوتي وي، بټریو کې یې دومره مواد ځای پر ځای کړي، چې پر مالومه نېټه به خپله چاودنه وکړي او یا حتی کېدلی شي، چې نور مواد هم پکې ګډ شوي وي. دا علت زموږ باور هله لا پیاوړی کوي، چې دې پېجرونو په یوه مهال سوریه کې هم چاودنه کړې ده. یو بله انګېرنه دا ده، چې دا پېجرونه داسې طرحه شوي، چې پر یوه مهال پرې سایبري برید کېدلی شي او حتی په یوه اړیکه چاودلی شي.
د پېښې تر شا لاسونه!؟
که څه هم اسراییلو تر دې دمه ددې برید په تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو ټول پوهېږي، چې دا سترې پېښې د یوه سازمان او ګروپ تر توانه لوړې دي او د هېوادونو په کچه ترسره کیږي. حزب الله مستقیما ددې پېښې تر شا د اسراییلو لاس ویني. نړۍ هم پوهېږي چې اسراییل له حزب الله سره په مستقیمه جګړه اخته دي. بله شونتیا چې پرته له شکه ددې چاودنې تر شا د اسراییلو څېره ښیي، هغه د اسراییلو تازه څرګندونې دي، چې د حماس په تړاو یې کړي. صهیونست پوځي مشرانو ویلي، چې د حماس مجاهدینو لیکې یې ماتې کړي دي. راپورونه وایي، چې وړمه شپه د اسراییلو امنیتي کابینې غونډه وکړه، شمال کې یې د کډوالو ځای پر ځای کېدل، د حماس ماته او د یرغملو د خلاصون یې اعلان کړی وو.

ورته مهال داسې اوازې هم خپرې شوي، چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خپل دفاع وزیر یوآو ګالانټ له دندې شړلی او پر ځای یې خپل متحد او د حزب الله سرسخته مخالف ګیډون سار ځایناستی شوی دی. ددې پېښې ارقام لا هم وروستي نه دي. د مړیو او ټپیانو کچه لوړېدی شي او ښايي د وخت په تېرېدو د دې پېښې نور پټ اړخونه لا ښه څرګند شي

اړوند خبرونه