ډېر لوستل شوي

کورنیو چارو وزیر د جاپان له سفیر سره کتلي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن(سه شنبه، وږي ۲۷مه) له غرمې مخکې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله د رضایت ښودلو سربېره، له افغانستان سره د جاپان د مرستو د زیاتوالي، د نشه یي توکو پر وړاندې له یوناما سره پر ګډ کار او نورو موضوعاتو خبرې وشوې. د یادونې وړ ده، چې جاپان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزي او تحصیلي برخو کې مرستې کړي دي

اړوند خبرونه