د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اسلامي امارت ته د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بلنه نن شپه (چهارشنبه، وږي۲۸مه) په کابل کې د روسيې فدراسیون سفیر دیمتري ژیرینوف د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې په ترڅ کې ورکړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته یو فرصت بللی او زیاته کړې یې ده، چې په ترڅ کې به یې د روسيې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو له استازو سره پر دوه اړخېزو مسأیلو خبرې هم وکړي.