ډېر لوستل شوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سوېلي افریقا ته ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې، د سوېلي افریقا ملي لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د هېواد ملي لوبډلې په دې ۵۰ اورېزه لوبه کې لومړی توپ اچونه وکړه، چې مقابلې لوبډلې د لسو ویکټو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې جوړې کړې.
د روان سریز د لومړۍ لوبې په دویم پړاو کې افغان ملي لوبډلې د شپږو ویکټو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره او د دې لوبډلې پر وړاندې یې د لومړي ځل لپاره بریا په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې په ننۍ لوبه کې د افغانستان تېز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه ویکټې تر لاسه کړې.

اړوند خبرونه