ډېر لوستل شوي

د ا.ا. اقتصادمحوره پالیسي او د ملګرو ملتونو اعتراف؛ سږکال د هېواد ۱۱ سلنه عواید زیات شوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان اسلامي امارت اقتصادمحوره پالیسي ته په ځېرتیا منلې، چې په تېرو ۴ میاشتو کې د افغانستان عواید ۱۱ سلنه زیات شوي.

انټوني ګوټېرش په خپل درې میاشتیني راپور کې د افغانستان د وضعیت په تړاو ویلي، په تېرو ۴ میاشتو کې د افغانستان عواید یو میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالي ښيي.

د بشري مرستو په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د روان کال د اګسټ تر ۳۰مې پورې له افغانستان سره نږدې ۳ میلیارده بشري مرسته شوې.

یاده دې شي، چې دا د کورنیو عوایدو په مټ راټوله شوې بسپنه ده، چې له ټاکل شوې کچې هم ۳ سلنه زیاته ده. بل پلو، هېوادوال هیله ښيي، چې دا بسپنه په داسې پروژو ولګول شي، چې ځوانانو ته پکې د کار زمینه چمتو شي.

تازه مالیې وزارت ویلي و، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له پرېکړې سره سم یې پر تېرې ادارې د بهرنیو بنسټونو ۲.۷ میلیارده افغانۍ پاتې پور پرې کړی دی. د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغو بهرنیو بنسټونو څخه نړېوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ او اسیایي بانک ته نږدې ۱.۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي. خبرپاڼې همداراز ویلي، چې تېرو دریو کلونو کې اسلامي امارت له هیڅ بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی او نه یې هم له چا د پور غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت له څلورو هېوادونو واردېدونکې برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور هم پرې کړ. د دې پورونو ډېری یې د تېرې ادارې زورواکو تروړلې وې. د اسلامي امارت مشرتابه هوډ لري، چې د اقتصادمحوره پالیسي له مخې هېواد ځانبسیاینې ته ورسوي او د همدې پالیسي په مټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.

اړوند خبرونه